فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.





دغه جوړښت چی د کهکشانونو د یو ډیر ستر ګروپ څخه عبارت دی، د ډیرو قوي ځلیدونکو کهکشاني هستو څخه جوړ شویدی، چې د هستوي حیرانونکې انرژۍ په واسطه (کومه چې د ډیرو سترو مرکزي تورو سوریو (supermassive central black holes) په مرسته ورته برابریږی) روښانه شوي دي. پوهان په دې باور دي چې دغه جسم تر هغه څه زیات لوی دی کوم چی د معاصری کیهان پیژندنی د علم تیوری یی تر اوسه پوری اندازه لګولی شی. د دغه جوړښت د جسامت پراخوالی کولای شی د کایناتو د نظم معاصره او مودرنه ساینسی فلسفه چلنج کړي.

روګر کلاوس په انګلنډ کی د مرکزی لانکشیر پوهنتون د څیړونکو مشر په یوه وینا کی وویل:

“ اګرچی په کایناتو کی د دغه ستر کهکشان د پراختیا دقیقه اندازه معلومول ګران دی خو په پوره یقین سره ویلای شو چی دغه به په کایناتو کی تر ټولو ستر کهکشان وی چی تر اوسه پوری پیژندل شوی دی “ په کایناتو کی د دغه ستر جسامت شتون د کایناتو د وسعت د اوسنۍ اندازی یا مقیاس (scale of the universe ) په خلاف دی.

کهکشانی مرکزونه (Quasars) په کایناتو کی تر ټولو زیات ځلیدونکی جسمونه دی. ستوری پیژندونکی کلونه کلونه په دی اند دی چی کهکشانی مرکزونه په سترو ګروپونو کی سره یو ځای کیدو ته میلان لری چی د پراختیا اندازه یی تر ۶۰۰ میلونه نوری کلونو پوری رسیږی.

مګر دغه ریکارد ماتونکی تر ټولو ستر کهکشانی مرکز چی کلاوس او دهغه ټیم د آسمانی معلوماتو د را ټولولو د یوی سروی په نتیجه کی کشف کړی دی، د یو ځانګړی جسامت او پراختیا درلودونکی دی. دغه د کهکشانی مرکزونو نوی کشف شوی مجموعه د ۷۳ کهکشانی مرکزونو څخه تشکیل شویده ، چی په ځینی ځایونو کی یی د شعاع اندازه ۱،۶ میلیارده نوری کلونو ته رسیږی او تر ټولو پراخه ساحه یی ۴ میلیارده نوری کاله واټن لری.

که دغه حیرانونکی تر ټولو ستر آسمانی جسم یا تر ټولو ستر کهکشان د زمکې څخه د لیدلو د وړ یا زمونږ د شمسی نظام د کوربه کهکشان (Milky Way galaxy) سره پرتله شی نو کوم کهکشان چی زمونږ شمسی نظام په کی موقعیت لری، ټوله پراختیا یی یواځی سل زره نوری کاله ده او دغه کهکشان بیا د خپل بل تر ټولو نږدی همسایه څخه چی اندرومډا نومیږی (Andromeda) ټول ټال ۲،۵ میلیونه نوری کاله واټن لری.

څیړونکی وایی چی دغه نوی کشف شوی جسم له هغه څیز په تناسب ډیر زیات ستر او پراخه دی کوم چی اوسنۍ تیوری یی د نه موجودیت وړاندوینه کوی. د دغه جسم شتون د کیهان پیژندنی د یو اصل په توګه د هغی منل شوی نظریی چی وایی په کایناتو کی شته کهکشانونه د اندازی یا مقیاس له پلوه سره ورته والی لری، په خلاف ثابتیږی.

څیړونکی زیاتوی چی محاسباتو ښودلی ده، هغه اجسام چی د پراختیا اندازه یی د ۱،۲ میلیارده نوری کالونو واټن څخه زیاته وی په کایناتو کی یی د شتون امکان نشته.

ژباړن : عبدالوکیل


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ سه شنبه 26 دی 1391برچسب:, ] [ 11:5 PM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز :
بازدید دیروز :
بازدید هفته :
بازدید ماه :
بازدید کل :
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ